د صافي  شرکت يو لړ مشکلاتو ته د رسيدگې په موخه ناسته

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۹:۳۳
خبر

٧ رمضان المبارک ١٤٤٥ ھ ق

په یاده ناسته کې د وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي احمد طه قادري، د پلان او پالیسۍ رئیس ښاغلي مولوي نیک محمد الافغاني، مالي او اداري رئیس ښاغلي مولوي محمد انور تائب، مالي او حسابي رئیس ښاغلي سید امین الله آغا، د تدارکاتو رئیس ښاغلي مولوي حسین الله حضور درلود.
د صافي شرکت مسولينو چې په کتبي ډول په بېلابيلو برخو کې د ياد شرکت د ستونزو او مشکلات په اړه خپل وړانديزونه او غوښتنې کړي وي، يادو ستونزو ته د رسيدگي په موخه په ناسته کې د وزارت گڼ شمېر باصلاحيته مسولينو  په دې اړه مختلف نظرونه تبادله کړل، په پايله کې تصميم ونيول شو چې د یاد شرکت سره دې پوره همکاري وشي تر څو چارې په ښه ډول پر مخ ولاړي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu