په کنړ ولایت کې شخړه حل شوه

khoram_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۹:۴۸
خبر

۱۷\۸\۱۴۴۵ هـ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلي ملا تحمید الله غازي په کنړ ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ رامنځته شوې شخړه حل کړه.

یاده شخړه چې د یوه هلک او جنۍ په سر رامنځته شوې وه داسې چې دواړه د کراچۍ څخه کنړ ته راغلي وه او په کنړ کې په بند محکوم وه، تر څو شخړه یاد ریاست ته وسپارل شوه.

ښاغلي غازي د حل پر وخت دواړو جانبینو ته وویل چې په ژوند کې ستونزې او شخړې رازي، خو باید په فهم و تفهیم او د سولې له لارې حل شې، او دغه یې د حل غوره لاره ده، چې په نتیجه کې یې دواړو طرفینو یو بل ته د خوښۍ غېږې ورکړې او شخړې ته یې د پای ټکی کېښود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu