د دوو کورنيو ترمنځ رامنځته شوې شخړه هواره شوه

khoram_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۰:۵
خبر

١٤٤٥ شعبان المعظم ١٢ مه

دفارياب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د دوو کورنيو  ترمنځ شخړه هواره او په دوستۍ بدله شوه.

په همدې موخه د فارياب ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد مير صارم په مشرۍ سپین ږیرو، قومي مشرانو او مخورو ګډه غونډه جوړه کړه.

یادې غونډه ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئيس ښاغلي مير صارم په خپلو خبرو کې وویل د قومونو ترمنځ سوله يو مهمه موضوع ده، باید د ټینګښت په اړه زموږ درېځ یو شان وي. او دا زمینه برابره کړو، چې پخپلو کې سره کینو شخړه حل او سوله راولو.

په پاي کې ياد مشران په دې وتوانېدل چې شخړه حل او ښکېلو غاړو ته غوره شرطونه چې په راتلونکې کې د بیا ځلي شخړې مخه ونیسي وړاندې کړي چې د دواړو لوريو له خوا ومنل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۲:۱۵
Background image

د فراه په دره جوين او باميان په ورس ولسوالي کې له خلکو سره د شریعت د نفاذ او همغږۍ غونډې وشوې

 

دوشنبه ۱۷ ربيع الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت تر چتر لاندې د فراه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په دره جوين او باميان ولايت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۲:۴
Background image

د بلخ ولايت د حيرتان بندر د سرحدي وضعیت او اداري چارو ارزونه

 

‌يکشنبه ۱۶ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایت ‌الله شجاع د یوه ګډ پلاوي په مشري د بلخ ولایت حيرتان بندر ته سفر وکړ او هلته یې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۱:۲۴
Background image

جوزجان کې د ۷ کلنې بدي ترڅنګ بدخشان او سمنګان کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

 

‌يکشنبه ۱۶ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د جوزجان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو لخوا د دغه ولايت په قوشتپه ولسوالي کې د څو تنو هېواد والو ترمنځ د پيسو پر سر راپورته شوي. . .

BACK TO NEWS

User account menu