جوزجان کې د ۷ کلنې بدي ترڅنګ بدخشان او سمنګان کې جلاجلا شخړې هوارې شوې
يکشنبه ۱۶ ربیعالأول ۱۴۴۸
د جوزجان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو لخوا د دغه ولايت په قوشتپه ولسوالي کې د څو تنو هېواد والو ترمنځ د پيسو پر سر راپورته شوي اختلافات د منځګړو مشرانو په ملتيا د خبرو اترو له لارې هوار او هر کس د خپل حق خاوند شو.
په ورته مهال د بدخشان ولايت په شهربزرګ ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څو کلونو دوامدار جنجالونه د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د استازو، ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو داسې مهال پای ته ورسېدل، چې ښکېلو غاړو يو بل ته د بښنې په کولو سره د خوښي غاړې ورکړې.
همداراز د سمنګان ولايت په دره صوف ولسوالي کې د څوتنو اوسېدونکو ترمنځ د راپورته شويو کورنيو ستونزو او بدبينيو له امله پېښه شوې شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو له لوري حل او طرفينو د ورورولي ژوند پيل کړ.
د يادولو ده، چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په هېواد کې د خپلو اړوندو ادارو د مسؤلينو په همکاري هره ورځ د ولسونو ترمنځ ورته شخړې او جنجالونه هواروي ترڅو خلکو ته د ارام او هوسا ژوند زمينه برابره شي
