په لوګر ولایت کې له قومي مشرانو سره ناسته

khoram_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۴:۲۰
خبر

١٦/٧/١٤٤٥

په لوګر ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوی محمد عالم رهبر د یاد ولایت د مرکز حصارک سیمې له قومی مشرانو سره وکتل. 

په دغه ناسته کې ښاغلي رهبر ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې یاد ریاست د ټولو قومونو ګد کور دی ستاسې د ستونزو د حل یوازینی مرجع ده، تاسو هر کله کولای شئ خپلې ستونزې له موږ سره د حل په موخه شریکې کړئ. 

قومي مشرانو د خبرو پر مهال ځینې ځایې ستونزې یادې کړې او د هغوی د حل غوښتنه یې وکړه.

په پای کې ښاغلي رهبر له مشرانو سره د دوی د ستونزو  او مشکلاتو د حل ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې ستاسو ستونزې به له اړوند مرجع سره شریکوو او د حل لپاره به یې کوښښ کوو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu