د طورخم دروازې څخه د تلونکو مسافرو او راستنېدونکو مهاجرینو ستونزې واورېدل شوې

khoram_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۹:۳۲
خبر

۱۴/۷/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې ګاونډي هیواد ته د اوښتونکو ناروغانو او راستنېدونکو مهاجرینو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې له نږدې واورېدې. 

د لیدنې پر مهال ښاغلي نوري د طورخم دروازې له لوري تلونکو مسافرو، ناروغانو او اجباري راستنېدونکو مهاجرینو ته ډاډ ورکړ چې په دغه بهیر کې ښکېل مسؤلین په ټولو برخو کې خپلو دندو ته پوره متوجه دي او تاسې ته د سهولتونو رامنځته کولو لپاره پوره هڅه کوي.
 
د یادونې وړ ده چې د یادې کتنې په وخت کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر حاجي خلیل الرحمن حقاني هم حضور درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu