د مسلکي معين په مشري ټاکل شوې کمېټې دويمه ناسته ترسره کړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۴ - ۱۲:۴۱
خبر

یکشنبه، ١١جمادي الثاني، ١٤٤٥

د سرحدونو، قومونو اوقبایلو چارو وزارت د اداري مجلس د پرېکړې پر اساس د تکنالوژي رياست لپاره د دوو پاليسیو، د وزارت اړوند تعلمي مرکزونو د لیلیه چارو او د کوچيانو چارو د سمون عمومي ریاست اړوند چارو لپاره د کړنلارو جوړونې کمېټې ناسته ترسره کړه.  

په یاده ناسته کې د وزارت مسلکي معین الحاج مولوي احمد طه قادري، د جرگو رئیس شيخ حضرت ولي حقاني، د دعوت او ارشاد رئیس الحاج مفتي شفیع الله ثاقب، د پلان او پالیسي رئیس مولوي نیک محمد افغاني، د ښوونې او روزنې رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني، د ټکنالوژي رئیس خسرو سلامزاده، د شخړو د حل سلاکار ښاغلي قاسمي، د سرحدونو د څارنې رئیس مولوي حضرت محمد وحدت ګډون کړی وو .
 
د کمېټې غړو د تکنالوژي رياست د دووپاليسیو د څرنګوالي په اړه تېره غونډه کې وړاندې شوي نظرونه او تر سره شوې پرېکړې و ارزولې او دغه راز یې د تعليمي مرکزونو د ليليې چارو د تنظم او مدیریت په اړه هم هر اړخيز بحث تر سره او په کتبي شکل بېلابيل نظرونه را ټول شول تر څو په راتلوونکي کې مسولين د خپلو اجرأتو لپار ټاکل شوې تګلارې په واک کې ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۶
Background image

په ولسوالیو کې د اسلامي شریعت د تطبیق او ولسي همغږي په موخه د عامه غونډو  روانه لړۍ

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د خپلو ولایتي او محلي ادارو په همکاري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ولسوالیو په کچه د اسلامي شریعت د تطبیق، ولسي. . .

BACK TO NEWS

User account menu