په بغلان ولایت کې د قومونو تر منځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه

mobta_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۲۲:۳۲
mobta

دوشنبه١١د ربیع الاول۱۴۴۵

یاده غونډه چې نن له غرمې مخکې په بغلان ولایت کې جوړه شوې وه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد، مل پلاوي او د دغه ولایت له بېلابيلو ولسواليو څخه راغلیو ګڼ شمېر ديني عالمانو، سپين ږيرو او قومي مشرانو پکې ګډون کړی وو. لومړی څو تنو علماوو او قومي مخورو په خپلو خبرو کې پر ټولو قومونو غږ وکړ چې نور د پرديو جاسوسانو په خبرو ونه وغوليږي، پرديو لاسپوڅو تل يو شمير افغانان د قوم او سمت په نومونو تېر اېستلي او د خپلو شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره یې هر ډول استفاده ترې کړې ده، دوی زیاته کړه چې د اسلامي نظام له قائیمېدو سره سم په ټول هېواد کې د غلا، فساد او بدبختیو مخه نیول شوې ده. د جرګو رئیس شيخ حضرت ولي حقاني د قومونو ترمنځ برتري او امتياز د الله تعالى په دربار کې تقوا ياده کړه ويې ويل چې په کثرت او اقليت سره قومونو ته برتري، فضيلت او امتياز نه ورکول کيږي، بلکې د الله جل جلاله په نزد تقوا دار خلک د امتياز خاوندان دي. په پای کې د وزارت د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ معين الحاج ملا عبدالخالق عابد وویل: افغانستان له نيمې پيړۍ جګړو څخه راوتلی د جوړولو لپاره يې ډير کار او زيار ته اړتيا شته، ا.ا.ا د بيارغونې او اقتصادي ودې لپاره سترې پروژې پيل کړې دي، ولس ته پکار ده چې د پروژو په تطبیق کې له امارت سره همکار پاتې شي او ملاتړ یې وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۶
Background image

کنړ کې ۲۰ کلنه شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه

چهار شنبه ۲۶ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د ياد ولايت مرکز اړوند د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا شلو کلونو اوږدمهاله شخړه، چې د ځينو ځمکو او بانډو پر سر رامنځته شوې وه او ګڼ اختلافات يې را پارولي وو.د. . .

BACK TO NEWS

User account menu