په غزني ولایت کې د نیازي قوم د یوې کورنۍ تر منځ شخړه حل شوه

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۱۵:۲۵
Mobta

۱۰/۲/۱۴۴۵

په غزني ولایت کې د نیازي کوچیانو  د یوې کورنۍ د دوو وروڼو تر منخ را منځته شوې شخړه چې له دووه کلونو راهیسې یې جریان درلود تېره ورځ د یوې ناستې په ترڅ کې حل و فصل شوه. د یادې شخړې د حل پر مهال د غزني ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي محمد اسحق ادریس او د نیازي کوچیانو سرخېلانو حضور دلود.

په پیل کې د یاد ریاست رئیس ښاغلي ادریس د قومونو تر منځ پر یووالي او همغږي خبرې وکړې او دواړه لوري یې د سولې او ورورولۍ لوري ته را وبلل. د موضوع له پوره تحقیق او څېړنې وروسته د راغلیو مشرانو په همکاري د یادې موضوع په اړه پرېکړه وشوه چې یو طرف به په دریو کلونو کې معلوم مقدار پیسې بل لوري ته ورکوي او نور به  د وروڼو په څېر ژوند کوي.

په یاده پرېکړه باندې دواړه لورو قناعت وکړ او یو بل ته غاړه غړۍ شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu