د هېواد د بېلابېلو ولایتونو او سیمو د ساداتو قوم له درنو مشرانو، علماوو او مخورو سره کتنه

mobta_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۲۳:۲۵
mobta

چهارشنبه ۸ محرم الحرام ۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ښاغلي الحاج ملا نورالله نوري په داسې حال کې چې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي ملا عبدالخالق عابد هم حضور در لود د ساداتو قوم له علماوو، قومي مشرانو او مخورو سره چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو یې تشریف راوړی و د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې وکتل. په پیل کې د ساداتو قوم څوتنو درنو مشرانو هر یو ښاغلي الحاج سید محمد پاچا، ښاغلي سید قریب سادات او ښاغلي سيد محمد سرور قریشي د نورو په استازیتوب پخپلو خبرو کې وویل چې د ساداتو قوم به د یووالي د ټینګښت او اسلامي نظام څخه په هره بیه ساتنه او ملاتړ کوي زیاته یې کړه کوم قوم چې له خپل نظام څخه ملاتړ ندی کړی دهغه قوم نوم او نښان ورک دی سادات په افغانستان کې له لويو ټبرونو څخه دی چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې میشت او په بېلابېلو ژبو خبرې کوي او په دې ویاړي چې د داسې نظام تر چتر لاندې ژوند کوي کوم چې د افغان ولس له متنه را پاڅېدلي مشران لري او د همدغه ولس د سوکالۍ لپاره یې بېسارې هڅې کړي او کوي یې نوموړو دغه راز یو لړ غوښتنې او وړاندیزونه هم شریک کړل. په پای کې د سرحدونو، قومونو، او قبایلو چارو سرپرست وزیر ښاغلي نوري سادات هم دهېواد د نورو قومونو په څېر یو دروند قوم یاد کړ ویې ویل موږ یې اصولو عنعناتو، حقونو او ویناګانو ته د قدر په سترګه ګورو غوښتنو او ستونزو ته به يې رسیدګي کوو او خپل مسؤلیت به د الله جل جلاله او خپل ولس په وړاندې په پوره باور او امانت داري سرته رسوو. ښاغلي نوري راغليو مشرانو ته په اشارې سره وویل چې تاسو د دریو انقلابونو اتلان یاست تل مو له باطل څخه د اسلام او افغانیت دفاع خپله فریضه ګڼلې او په نړۍ کې د لویو امپراتوریو د زوال، د کفر په مقابله کې د جهاد د اعلام او بیسارو قربانیو نمونه یاست نو موږ د خپل مسؤلیت تر څنګ دا خپل وياړ بولو چې ستاسو په شان با درایته مشرانو لرو او د نیکمرغۍ او هوساینې لپاره یي کار کوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu