په جوزجان ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۳۰ کلنه شخړه حل او په سوله بدله شوه

mobta_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۷ - ۱۷:۱۶
mobta

۱۷/۱۲/۱۴۴۴

د جوزجان ولایت آقچې ولسوالۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ یوه لویه شخړه او بدي چې له دریو لسیزو را په دېخوا یې دوام درلود نن د یوې ناستې په ترڅ کې په سوله بدله شوه. د دغې بدۍ په جریان کې له دواړو لوریو څخه ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. د دغې شخړې د حل پر مهال د جوزجان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي غلام نبي صمیم، دینې عالمانو، قومي مشرانو او د شخړې دواړو ښکېلو لوریو حضور درلود. ناستې ته د یاد ولایت د سرحدونو، ق، ق چارو رئیس ښاغلي صمیم وویل: دښمني او شخړه د حل لاره نه ده، زموږ ګران هیواد افغانستان د کلونو جګړې ډېر ځپلی موږ او تاسې ته اوس په کار ده چې تر مخالفتونو تېر شو یو بل ته د ورورګلوۍ لاس ورکړو او د هیواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره کار وکړو. نوموړي زیاته کړه: دا زموږ دنده ده چې د قومونو او خلکو تر منځ مخالفتونه ختم او شخړې حل کړو تر څو مو د خپلو مشرانو لارښوونې عملي کړې وي او ملي یووالي ته رسېدلي یو. د شخړې ښکېلو لوریو د پرېکړه لیک په لاسلیک کولو سره ژمنه وکړه چې یو له بل سره به د دوستي په فضا کې ژوند کوي او په خپلو تېرو کړنو یې پښېماني وښوده. په پای کې د قومي مشرانو او علماء کرامو له لوري د یاد ریاست د کارونو ستاینه وشوه او د هیواد د ښېرازۍ په دوعا سره غونډه پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۶
Background image

کنړ کې ۲۰ کلنه شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه

چهار شنبه ۲۶ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د ياد ولايت مرکز اړوند د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا شلو کلونو اوږدمهاله شخړه، چې د ځينو ځمکو او بانډو پر سر رامنځته شوې وه او ګڼ اختلافات يې را پارولي وو.د. . .

BACK TO NEWS

User account menu