پامير کې سلام مخابراتي شرکت په فعاليت پيل وکړ

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۵:۹
Mobta

سه شنبه/۲/ذالحجةالحرام/ ۱۴۴۴

د پامير ليري پرته سيمه چې په تېر کې له ټولو لومړنيو اسانتياوو او خدمتونو څخه بې برخې وه د اسلامي امارت په راتګ سره يادې محرومې سيمې ته د خدماتو رسولو په برخه کې لومړيتوب ورکول شوی دی، چې تر دې مهاله پکې د سلام مخابراتي شبکې د خدمتونو د پيلېدلو تر څنګ د روغتيايي مرکزونو ارتقاء، د درملو لېږد، د پيژندپاڼو د ويش په موخه د سيارو ټيمونو ليږلو او د لارې جوړېدلو چارې تر سره شوې دي. همدغه راز د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت تر مشرۍ لاندې دوه ځله د لوی او کوچني پامير اوسېدونکو ته د ۴۵ ميلیونه افغانيو په ارزښت خوراکي او غير خوراکي توکې لېږدول شوې دي.

د يادونې وړ ده چې د کابينې د تازه پريکړې پر اساس د ورېښمو لارې د بيارغونې طرحه منظوره شوې ده او پاتي چارې به يې هم ژر پيل شي.

د پامير اوسېدونکي د سلام مخابراتي شبکې فعاليت د دوئ په ژوند کې د مثبت تغير يو مهم ګام ګڼي او د اسلامي امارت له اړوندو ارګانونو او په ځانګړې ډول له سرپرست وزیر ښاغلي نوري څخه مننه کوي چې د پامير هېرو شويو او محرومو هيوادوالو ته يې ځانګړې پاملرنه کړې ده.

هېره دي نه وي چې د ۱۴۴۳ هـ ق کال په پيل کې د سرحدونو ،قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري او مل پلاوي واخان ولسوالۍ ته د رسمي سفر پر مهال د يادې سيمې له اوسېدونکو سره کتلی وو او يو لړ ستونزې يې د حل په موخه د مشرتابه له عالي مقام سره شریکې کړې وې.

د پامير اوسېدونکو له ښاغلي نوري سره د روغتيايي مرکزونو د ارتقاء،  د تعليمي مرکزونو، مسجدونو او مرکز ته غزيدلې لارې د رغولو، د پيژندپاڼو د توزيع، مخابراتي شبکو د آنتن نصبولو او يادې سيمې ته د خوراکي او غير خوراکي توکو د مرستو راجلبولو غوښتنې شريکې کړې وې چې له جملې یې په ځینو برخو کې پوره پاملرنه شوې ده او نورې یې په نظر کې نیول شوې دي‌.

دا په داسي حال کې ده چي د کابينې د پريکړې پر اساس يادې ټولې غوښتنې منظورې شوې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴
Background image

د سرحدي پلټنو مرستیال د وزارت کارکوونکو ته د اطاعت په هکله وینا وکړه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستيال مولوي عنايت الله شجاع نن ماسپښين مهال د وزارت کارکوونکو او مامورينو ته د خپلې وينا په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳
Background image

لغمان کې د دوه کلنې شخړې ترڅنګ کنړ کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس د قومي مشرانو په همغږۍ د دغه ولايت په مرکز کې د څو تنو هېواد والو ترمنځ د ځينو مالي حسابونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۸
Background image

باميان ولايت کې د سيمه ييزو خلکو او کوچيانو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د شخړې حل

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د باميان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد د شبر ولسوالي په سیمه کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu