د ترانسپورت عمومي مدیریت کارکوونکو ته د نقلیه وسایطو د حفظ او مراقبت په اړه یو ورځنۍ ورکشاپ جوړ شو

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۷ - ۱۴:۲۴
Mobta

یکشنبه۸ ذولقعده الحرام۱۴۴۴

په یاد ورکشاپ کې چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو او ترانسپورت وزارتونو په همغږۍ جوړشوی و دسرحدونو، قومونواوقبایلو چارووزارت  د ترانسپورت عمومي مدیریت کارکوونکو ګډون کړی و. چې پکې له دولتي وسایطو څخه پر ځای استفادې او حفاظت ټینګار وشو.

د ترانسپورت وزارت اړوند مسلکي استادانو چې د نقلیه وسایطو د حفظ او مراقبت  په برخه کې یې معلومات ورکول وویل: چې وزارت اړوند نقلیه وسایط بیت المال دی او استفاده کوونکي باید له هغې څخه د استفادې پر مهال خپل مسؤلیتونه هېر نه کړي په چلولو کې یې له بې غورې څخه ډډه وکړي د ترانسپورت او ترافیکو د اصولو مطابق ورڅخه پرځای ګټه پورته کړي ځکه چې له بیت المال سره بې غوري له ملي شتمنیو سره بې غوري ده.

د دې ترڅنګ د یاد ورکشاپ په پای کې د راغلیو مسلکي استادانو او ګډون کوونکو ترمنځ ازاد بحث وشو او په دې سره ورکشاپ پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu