د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست د میدان وردګ ولایت له والي سره وکتل

mobta-af
جمعه ۱۴۰۲/۲/۲۹ - ۲۰:۲۷
mobta

نن د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست الحاج ملا نورالله نوري د میدان وردګ ولایت له والي قاري بختیار معاذ سره د ولایت په مېلمستون کې وکتل او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې وکړې. ښاغلي نوري په یاد ولایت کې د دې ولایت له والي سره د کوچیانو او ده نشینو پر ځینو ستونزو او د هغوی د حل پر لارو چارو مفصلې خبرې وکړې چې د سفر اصلي هدف یې هم همدا یاد کړ، وروسته د یاد ولایت والي ښاغلي بختیار د یادو موضوعاتو په اړه ډاډ څرګند کړ او د دوامدارې همکارۍ ژمنه یې وکړه، تر دې وړاندې هم د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست یاد ولایت ته د قومونو د ستونزو د اورېدلو، یووالي او له هغوی سره د همغږۍ د غونډو د جوړولو په موخه سفرونه تر سره کړي وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

BACK TO NEWS

User account menu