په کاپیسا ولایت کې یوه شپږ کلنه شخړه حل شوه

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۱۱:۵۲
Mobta

دوشنبه/۱۹/ رمضان المبارک/ ۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د کاپیسا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت او د شخړو د حل کمسیون په همکاري یوه شپږ کلنه شخړه حل او په سوله بدله شوه.

یاده شخړه د کاپیسا ولایت کوهبند ولسوالۍ اړوند په جب درې کلي کې د دوو کورنیو تر منځ د خپل منځي اختلافاتو پر سر را منځ ته شوې وه چې له دواړو لوریو څخه پکې  درې تنه هم وژل شوي وو.

په دغه ناسته کې د کاپیسا مرستیال والي مولوي اسدالله سنان، د سرحدونو، قومونو او قبایلو آمر ملا صدیق الله صیاد، د نورو ادارو مسؤلینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو ګډون کړی وو.

Mobta

په پیل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو آمر ښاغلي صیاد ټولو راغلیو ګډونوالو ته هرکلی وکړ او د یادې قضیې په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

وروسته مرستیال والي ښاغلي سنان وینا وکړه او ویې ویل: زموږ هیواد له پخوا څخه د جرګو او مرکو کور دی او له دې لارې زموږ د هیواد ډېرې مهمې پریکړې نیول شوې دي.

 هغه د یادې شخړې په حل ډېره خوښې وښوده او د یاد آمریت له هلوځلو ستاینه يې وکړه.

ورپسې د علماوو او قومي مشرانو په استازیتوب څو تنو د جرګو، مرکو او سولې په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

 دوی مرکې د هیوادوالو ترمنځ د بدیو له منځه وړلو یوه ښه طریقه یاده کړه او د روغو جوړو د فضیلت په اړه یې ویناوې وکړې.

د غونډې په اخیر کې د ټاکل شوي هیئت له لوري نیول شوې پرېکړه ټولو ګډونوالو ته واورول شوه او په شخړه کې ښکېل دواړه لوري یې سره غاړه غړۍ کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

BACK TO NEWS

User account menu