د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسؤلینو د داخلي تولیداتو له نندارتون څخه لیدنه وکړه

mobta_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۹:۳۴
mobta

چهارشنبه ۲۲ / شعبان المعظم/ ۱۴۴۴

د کابل ولایت په بادام باغ سیمه کې د کرهڼې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت له لورې د ۱۴۰۲ کال د پسرلي د هرکلي په پار د بزګر ميله او د کورنیو تولیداتو ۲۸ نندارتون جوړ شوی وو، چې د هیواد ګڼ شمېر زراعتي توليدات، لاسي صنایع، د کوچيانو د مالدارۍ محصولات او لبنيات پکې نندارې ته ايښودل شوي وو. په دغه نندارتون کې د کابينې د نورو مشرانو تر څنګ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد، د سرحدونو د پلټنې معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د کوچيانو چارو سمون لوی رئيس مولوي ګل زرين کوچي، ورسره مل پلاوي او ګڼ شمېر ولسي خلکو ګډون کړی وو. په ياد نندارتون کې سلګونه غرفې د کورنيو توليداتو د عرضه کولو لپاره صنعت کارانو او سوداګرو ته په واک کې ورکړل شوې وې تر څو خپلو توليداتو او محصولاتو ته مناسب بازار ومومي او هيوادوال د وارداتي توکو پر ځای له خپلو توليداتو څخه ګټې اخیستنې ته وهڅوي او له دې لارې د خپلو بزګرانو او مالدارانو ملاتړ وکړي. کوچيان چې په مالدارۍ او له دې لارې د ترلاسه کيدونکو لبنياتو، غوښو پوستوکو او وړيو په توليدولو کې ستره ونډه لري هم د خپلو محصولاتو ځينې يې نندارې ته وړاندې کړي وو چې ګډونوالو ورڅخه پر نوبت ليدنه تر سره کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu