په فراه ولایت کې د یو ویشت کلنې بدي روغه جوړه وشوه

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۷ - ۱۴:۴۹
Mobta

یکشنه /۵/ شعبان / ۱۴۴۴

د فراه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو او امربالمعروف ریاستونو په هلوځلو د فراه او هرات مرستیال والیانو، قومي مخورو او دیني عالمانو په منځګړیتوب ۲۱ کلنه بدي په سوله بدله شوه.

دغه شخړه د یاد ولایت د بکواه ولسوالي اړوند د بختیار او شاه ګۍ کلیو د دوو کورنیو تر منځ پېښه شوې وه چې له امله یې له دواړو لورو څخه ۶ کسان مړه او ۲ نور زخمیان شوي وو.

غونډې ته مسؤلینو، دیني عالمانو او قومي مخورو په خپلو خبرو کې وویل: موږ بخښنه د اسلام له سپیڅلې دین او د ا.ا.ا له مسؤلینو څخه باید زده کړو چې په هیواد کې یې د بښنې په اساس سوله قائمه کړه. موږ باید له کرکو، ورور وژنو او خپلمنځي شخړو څخه لاس واخلو.

د غونډې په وروستیو کې دمشرانو له لوري د دوی د روغې جوړي اړوند پریکړه ونیول شوه د مقابل لوري له خوا یادو ژوبل شویو کسانو ته د درملنې په موخه یوه اندازه نغدې پیسې ورکړل شوې او یو بل ته له بښنې کولو وروسته غاړه غړۍ شول او د دعائیې په کولو سره غونډه پای ته ورسیده

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu