په فراه ولایت کې د یو ویشت کلنې بدي روغه جوړه وشوه
یکشنه /۵/ شعبان / ۱۴۴۴
د فراه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو او امربالمعروف ریاستونو په هلوځلو د فراه او هرات مرستیال والیانو، قومي مخورو او دیني عالمانو په منځګړیتوب ۲۱ کلنه بدي په سوله بدله شوه.
دغه شخړه د یاد ولایت د بکواه ولسوالي اړوند د بختیار او شاه ګۍ کلیو د دوو کورنیو تر منځ پېښه شوې وه چې له امله یې له دواړو لورو څخه ۶ کسان مړه او ۲ نور زخمیان شوي وو.
غونډې ته مسؤلینو، دیني عالمانو او قومي مخورو په خپلو خبرو کې وویل: موږ بخښنه د اسلام له سپیڅلې دین او د ا.ا.ا له مسؤلینو څخه باید زده کړو چې په هیواد کې یې د بښنې په اساس سوله قائمه کړه. موږ باید له کرکو، ورور وژنو او خپلمنځي شخړو څخه لاس واخلو.
د غونډې په وروستیو کې دمشرانو له لوري د دوی د روغې جوړي اړوند پریکړه ونیول شوه د مقابل لوري له خوا یادو ژوبل شویو کسانو ته د درملنې په موخه یوه اندازه نغدې پیسې ورکړل شوې او یو بل ته له بښنې کولو وروسته غاړه غړۍ شول او د دعائیې په کولو سره غونډه پای ته ورسیده