په بهارک ولسوالۍ کې د قومي غونډې جوړیدل

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۱ - ۱۰:۳۸
Mobta

چهارشنبه ۱۸ جمادی الثانی ۱۴۴۴

د بدخشان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلي ذبیح الله مجاهد د همدې ولایت بهارک ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ له یو شمېر مخورو او دینې علماوو سره د سمېزو اړتیاوو  د معلومولو په هکله ګډه غونډه تر سره کړه.

 ښاغلي ذبیح الله مجاهد غونډې ته په خپلو ویناوو کې وویل د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د خلکو او دولت ترمنځ د یو ارتیاطی پول حیثیت لري او د بدخشان په ولایت کې یو کلیدي او مهم ریاست دی چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت تر رهبري لاندې د ملي یووالي د پیاوړتیا، ملي واکمنۍ، د هېواد د سیاسي حدودو ساتنه او د بدخشان ولایت دخلکو د ټولنیر ژوند ، اقتصادي ودې د کچې لوړولو په موخه ځانګړې دندې پر مخ وړي. ښاغلي مجاهد دغه راز د غونډې له ګډون والو سره په یاده ولسوالۍ کې له خپله اړخه شته ستونزو ته د حلارې پیدا کولو ژمنه هم وکړه.

Mobta

د غونډه په پای کې د بد خشان ولایت بهارک ولسوالۍ یو تن قومي مشر ښاغلي مولوی بحرالدین د دغه ډول غونډو جوړیدل یې د خلکو د اړتیاوو د معلوملو لپاره ګټورې وګنلې او د یرغل پر مهال یې د مجاهدینو هڅي د قدر وړ وبللي چې له امله یې افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه  سر را پورته کړ. دوئ همداراز په یاده ولسوالۍ کې یو لړ ستونزې، وړاندیزونه او نظریات شریک او د حل غوښتونکي شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۲
Background image

باميان ولايت کې د کوچيانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ شخړه حل شوه

 

چهار شنبه ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د باميان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر د ولايتي اداري په ملتيا د دغه ولايت په پنجاب ولسوالۍ کې د کوچيانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۸
Background image

ارزګان کې د يوې ترافيکي پېښه له امله راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهار شنبه ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د يوې ترافيکې پېښې له امله راپورته شوې شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر ملا عبدالهادي حاجي امين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۷
Background image

هلمند کې دوه جلاجلا مرګوني شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۳۰ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د هلمند ولايت ناوه ولسوالۍ په ګوهرګين سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د اوبو پر سر را پورته شوې شخړه، چې له کبله يې يوکس وژل شوی او اته نور پکې. . .

BACK TO NEWS

User account menu