په بهارک ولسوالۍ کې د قومي غونډې جوړیدل
چهارشنبه ۱۸ جمادی الثانی ۱۴۴۴
د بدخشان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلي ذبیح الله مجاهد د همدې ولایت بهارک ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ له یو شمېر مخورو او دینې علماوو سره د سمېزو اړتیاوو د معلومولو په هکله ګډه غونډه تر سره کړه.
ښاغلي ذبیح الله مجاهد غونډې ته په خپلو ویناوو کې وویل د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د خلکو او دولت ترمنځ د یو ارتیاطی پول حیثیت لري او د بدخشان په ولایت کې یو کلیدي او مهم ریاست دی چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت تر رهبري لاندې د ملي یووالي د پیاوړتیا، ملي واکمنۍ، د هېواد د سیاسي حدودو ساتنه او د بدخشان ولایت دخلکو د ټولنیر ژوند ، اقتصادي ودې د کچې لوړولو په موخه ځانګړې دندې پر مخ وړي. ښاغلي مجاهد دغه راز د غونډې له ګډون والو سره په یاده ولسوالۍ کې له خپله اړخه شته ستونزو ته د حلارې پیدا کولو ژمنه هم وکړه.
د غونډه په پای کې د بد خشان ولایت بهارک ولسوالۍ یو تن قومي مشر ښاغلي مولوی بحرالدین د دغه ډول غونډو جوړیدل یې د خلکو د اړتیاوو د معلوملو لپاره ګټورې وګنلې او د یرغل پر مهال یې د مجاهدینو هڅي د قدر وړ وبللي چې له امله یې افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه سر را پورته کړ. دوئ همداراز په یاده ولسوالۍ کې یو لړ ستونزې، وړاندیزونه او نظریات شریک او د حل غوښتونکي شول.