د قومونو تر منځ د یووالي او همغږۍ غونډه

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۴ - ۲۰:۶
mobta

چهارشنبه۱۱جمادي الثانی۱۴۴۴

تر یاد سرلیک لاندې غونډه کې د خوست ولایت مرکز او بېلا بېلو ولسوالیو قومي مشرانو او دیني عالمانو سربېره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد، د کوچیانو چارو د اسکانو رئیس مولوي محمد نادر سنګین، د خوست والي الحاج بسم الله عبدالله مرستیال والي محمد انور دین پرور، د همدې ولایت د سرحدونو، ق.ق چارو رئيس ښاغلي کلیم الرحمن فاني او د ادارو رئیسانو ګډون کړی وو.

mobta

د غونډې په پیل کې ښاغلي کلیم الله فاني درنو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او دغه راز یې د خپلمنځي اختلافاتو او شخړو په هوارولو ټینګار وکړ او د سرحدونو ساتنه یې د هر وګړي مسؤلیت وباله. ورپسې مرستیال والي محمد انور دین پرور په هېواد کې د امنیت د ټینګښت په چارو کې د قومونو همکاري اړینه وبلله او زیاته یې کړه د ا.ا.ا په بریا سره هېواد ته ډاډمن امنیت راغلی چې باید په یووالي یې د ساتلو هڅې وکړو. د غونډې په جریان کې قومي مشرانو توریالي منګل او حاجي عبدالرحمن ځدراڼ په خپلو ویناوو کې د ا.ا.ا هڅې وستایلې چې د افغانستان د قومونو تر منځ یې د اتفاق او پر یوه ټغر د راټولېدو لپاره ترسره کړې وې، دوی زیاته کړه چې د نظام په پیاوړتیا کې د قومونو اتحاد مهم رول لري. همدا راز د کوچیانو چارو د اسکانو رئیس مولوي محمد نادر سنګین د خپلمنځي شخړو د زیانونو او د اتفاق د مثبتو پایلو په اړه خبرې وکړې د قومونو تر منځ یې یووالی د ستونزو د حل لار وګڼله. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد په خپله وینا کې وویل کوم اسلامي نظام چې نن په افغانستان کې حاکم دی دا د افغانانو د وینو برکت دی، ا.ا.ا له ټولو افغانانو سره وابسته او پیوند دی د اوسني نظام واکمنان تر هر چا د ولس ستونزې ښه درک کوي راځئ نور دا هېواد او اسلام د اشخاصو لپاره قرباني نکړو، زموږ موخه له دې غونډې د اتفاق او وحدت تأمینول دي موږ ته هر افغان د قدر وړ دی او له حکومت کولو د ا.ا.ا موخه د اسلام او شريعت نفاذ او د دې ولس خدمت دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۲:۳۲
Background image

د پکتیکا ولایت قومي سپین ږیرو او علماوو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر سره ولیدل

شنبه/ربیع الاول/١٤٤٦/۴


د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ راغلیو قومي مشرانو د ملي یووالي په برخه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت هڅې وستایلې، دوی د اسلامي امارت په راتګ سره د خلکو. . .

جمعه ۱۴۰۳/۶/۱۶ - ۱۰:۳۴
Background image

د غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر قومي مشرانو, علماوو د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو له وزير سره وکتل.

پنج شنپه ۱۳۴۰/۶/۱۵

دغو قومي مشرانو په خپلو خبرو کې وویل: ولسونه له ا.ا.ا سره اوږه په اوږه ولاړ دي او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د اسلامي نظام پر وړاندې ودرېږي، دوی د قومونو د یووالي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۹:۰
Background image

د ميدان وردګو ولايت په بهسود ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه هواره شوه!

چهار شنبه ۱۴/۶/۱۴۰۳

هغه شخړه چې د ميدان وردګ ولايت بهسود ولسوالۍ په لټه بند سيمه کې د د وو قومونو ترمنځ د زراعت او مالدارۍ له وجې راپورته شوې وه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو. . .

BACK TO NEWS