داله ساي ولسوالي د بېلابېلو قومونو تر منځ ولسي غونډه.

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۳ - ۱۱:۱۳
Mobta

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امريت لخوا د بېلابېلو قومونو ترمنځ ولسي غونډه د ياد ولايت په اله ساي ولسوالي کې رابلل شوې وه، په دې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر ښاغلي صديق الله صياد، د يادې ولسوالې دیني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو او د محلي رسنيو استازو ګډون کړی وو.

په پیل کې د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر ښاغلي صديق الله صياد د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او زیاته یې کړه چې اوس مهال د هیواد د ابادۍ وخت دی، هغه وویل: افغانستان يو زراعتي هېواد دی خلګ يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي نوموړي د اله ساي مېشتو قومونو ته ډاډ ورکړ چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې به د ا.ا.ا تر چتر لاندې ادارې ورسره پوره همکاري کوي.

ښاغلي صياد د اله ساي ولسوالۍ قومونو ته ډاډ ورکړ چې ياد امريت به د ا.ا.ا او قومونو تر منځ یو پول وي او د قومونو د ستونزو د حل لپاره به پوره پوره هڅې کوي او د ا.ا.ا به ښه استازولي کوي، په پای کې يادې ولسي غونډې ته د قومي مخورو له جملې څخه څو تنو مشرانو ويناوې وکړې، له ا.ا.ا څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ او ښاغلي صياد ته يې د قومونو او قبایلو په انسجام او نورو برخو کې د هر ډول همکاريو ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

پکتيا کې يوکلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱ رجب المرجب ۱۴۴۷  

د دغه ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ نېږدې د يو کال په موده کې رامنځته شوې دښمني، چې ګڼ خپلمنځي اختلافات يې پېښ کړي وو، د پکتيا ولايت د سرحدونو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu