د کندز ولایت د بېلابېلو کوچي مېشتو سيمو له قومي مشرانو سره ليدنه.
سه شنبه، ٣جمادي الثاني١٤٤٤
د کندوز ولایت د سرحدنو، قومونو او قبايلو چارو رئیس مولوي احسان الله ثاقب د چهار درې، عسقلان او د ملرغى سيمو له کوچي قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.
په دغه ليدنه کې ښاغلي ثاقب د کوچي قومونو قدرمنو استازو ته ښه راغلاست ووايه او زیاته یې کړه چې حکومتونه د ولسونو په ارادو منځته راځي او دا نظام هم ستاسو مجاهدو ولسونو په درنو قربانیو حاکم شوی، نوموړي د دې ولایت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د ولس د ستونزه د حل مهمه منبع یاده کړه، او د یادې غونډې ګډنوالو ته د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ.
په پای کې راغلو ټولو کوچي قومي مشرانو له اسلامي نظام څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او غونډه پای ته ورسېده.