د غزني ولایت هزاره قوم له یو شمېر قومي مشرانو سره لیدنه

چهارشنبه٢٧جمادي الاول١٤٤٤
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملانورالله نوري په داسې حال کې چې د مقام دفتر رئیس شیخ حضرت ولي حقاني هم حضور درلود د غزني ولایت هزاره قوم له شمیر قومي مشرانو سره د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې وکتل
یادو قومي مشرانو په دې خوښي څرګنده کړه ویل یې د شکر ځای دی چې مشرانو غوښتنې په ورين تندي اوري، له سرپرست وزیر څخه یې وغوښتل چې په سیمه کې یې د ښوونې او د خلکو لپاره د روغتیا په برخه کې یې اسانتیاو رامنځته کولوته پاملرنه وشي او ځوانانو ته یې د کار زمېنه برابره شي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملانورالله نوري د خلکو اساسي غوښتنو ته رسیده ګې د اسلامي نظام اساسي دنده وبلله ویې ویل چې د اسلامي امارت مشرتابه ژمن دی چې په عاد لانه توګه د شرعي احکامو په رڼا کې خلکو ته پام وړ او اساسي خد متونه وړاندې کړي.
ښاغلي نوري همداراز یادو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د یاد ولایت په کچه به شته ستونزې له اړونده ادارو سره د حل په موخه شریکې کړي.