د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند لېسو د دولسم ټولګیو زده کوونکو د فراغت په مناسبت غونډه ترسره شوه

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۰ - ۱۹:۲۹
mobta

یکشنبه،١٧ دجمادى الاول

١٤٤٤ په یاده غونډه کې د سرحدونو، قومونواو قبایلو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري، د وزارت مرستيال الحاج مولوي عبدالرحمان حقاني، د وزارت رئیسانو، د لېسو تدریسي او اداري مسؤلینو، دیني علمانو، د زده کوونکو او د زده کونکو کورنیو ګډون کړی وو. لومړی د رحمان بابا عالي لیسې امر مولوي عزیز احمد اخندزاده ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه. ورپسې د ښوونې او روزنې سرپرست رئیس ښاغلي عبدالرحمن رحماني په خبرو کې زده کوونکي راتلونکو مسؤلیتونو ته متوجه کړل له هغوی یې وغوښتل چې د هېواد د ځوان قشر په توګه چې هم د کورنۍ او هم د هېوادوالو سترګې وراوړي خپلو زده کړو ته په پوره اهتمام دوام ورکړي. وتلي او جيد عالم شیخ عبدالحمید حماسي هم د علم د حاصلولو پر ارزښت او اهميت خبرې وکړې او د زده کړې په ترلاسه کولو یې ټینګار وکړ، نوموړي د ديني او عصري علومو د اړتيا او ارزښت په اړه هر اړخيزه وينا کې زياته کړه: نړۍ په بيلابيلو برخو کې مخ په ترقي روانه ده، اسلام نه يوازي چي د پرمختګ مخالفت نه کوي د اسلامي خلافتونو په طلايي دورو کې اسلامي پوهان د پرمختګونو مخکښان او سرلاري وو.

mobta

د وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمان حقاني د وزارت له اړوند لېسو د تېر کال زده کوونکي چې د کانکور په ازموینه کې یې په پراخه کچه د لوړو زده کړو بيلابيلو پوهنځیو ته لاره موندلې وه د بېلګې په توګه يادونه وکړه، له دوئ څخه یې وغوښتل چې راتلونکي د کانکور ازموینې ته ښه تیاری ونیسي تر څو د خپلې خوښې پوهنځیو ته لار پیدا او خپله وړتیا د هېواد په آبادۍ کې مصرف کړي. په پاي کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري اوږدې خبرې وکړې ښاغلي نوري فارغ شويو زده کوونکو ته مبارکي وویله او زیاته يې کړه د خوښۍ ځای دی چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د وزارت اړوند ښوونيزو مرکزونو لا بهبود او پر مختګ کړی او هوډ لرو په راتلونکي کې تر دې هم پراختيا ومومي. یاده دې وي چې دغونډې په پای کې په ممتازو زده کوونکو ستاینلکونه او تحفې هم ووېشل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۶
Background image

کنړ کې ۲۰ کلنه شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه

چهار شنبه ۲۶ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د ياد ولايت مرکز اړوند د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا شلو کلونو اوږدمهاله شخړه، چې د ځينو ځمکو او بانډو پر سر رامنځته شوې وه او ګڼ اختلافات يې را پارولي وو.د. . .

BACK TO NEWS

User account menu