د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د دویمو ولاتي واحدونو لپاره جوړ شوی سیمینار پای ته ورسېد

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۰ - ۱۸:۳۱
mobta

پنچ شنبه،٧جمادي الاول١٤٤٤

د یاد اووه ورځني سیمینار په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري، مسلکي معين عبدالرحمان حقاني، د جرګو رئیس مولوي محمد اسماعیل غزنوي، مالي او اداري عمومي رئيس انور تايب، د کوچيانو چارو د سمون لوی رئيس گل زرين کوچي، د دعوت او ارشاد رئيس مفتي شفيع الله ثاقب، د بشري زېرمو رئیس کريم شاه تيلوي، د وزارت د داخلي پلټنو رئيس، د تحقیق او مطالعاتو رئیس هدایت الله حقاني، د کوچیانو د اقتصاد او علفچر رئیس مفتي لعل محمد منیب، د معینیت بررسي د کشفي تخطي رئیس شیخ عبدالرحمن رحماني، مالي او اداري رئیس ستانکزي، له ولایتونو سره د اړیکو او همغږۍ آمر منصور د ورکشاپ استادانو او د دويمو

mobta

ولايتي واحدونو رئيسانو او امرينو برخه اخیستې وه. په پیل کې مسلکي معين ښاغلي عبدالرحمان حقاني د یاد ورکشاپ او د ظرفیت لوړولو او جوړونې لپاره یې د وزارت د بشري زېرمو ریاست د ظرفیت جوړونې امريت په مرسته دراتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل، زياته يې کړه چې دا ډول ورکشاپونه کولای شي د کارکوونکو د پوهې په لوړوالي کې کټور تمام شي او دغه راز يې د دويمو ولايتي واحدونو له رئيسانو او امرينو څخه مننه وکړه چې په ياد ورکشاپ کې يې فعاله ونډه اخیستې وه. همدا راز د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري په یوه اداره کې په رهبري او مديريتي مسایلو پوهېدل د وخت اړتیا وبلله او د دويمو ولايتي واحدونو کارکوونکي یې وهڅول چې په دا ډول ورکشاپو کې برخه اخلي، ښاغلي نوري د دا ډول ورکشاپونو په دوام او د موضوعاتو اړوند د درسي توکو او اړتیاوو په پوره کولو ټینګار وکړ. په پاي کې ښاغلي مولوي عبدالهادي حماد د ورکشاپ د ټولو گډون والو په استازېتوب د وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه چې دوی ته يې د زده کړې مناسب چاپېريال برابر کړی و. نوموړي دغه راز په اداره کې د علمي او مسلکي میتودونو په کارولو ژمنه وکړه او په دې برخه کې یې ښاغلي وزير ته ډاډ ورکړ. د غونډې په اخیر کې پر هغو دويمو ولايتي واحدونو بري ليکونه ووېشل شول چې د مدیریت او رهبري په اووه ورځني ورکشاپ کې یې ګډون کړی و، او وروسته یاد پروګرام په دعاء سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu