د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت حقوقي سلا کار معرفي شو

يکشنبه، ٢٥ ربيع الثاني١٤٤٤
ښاغلی محمد کجر خان چې د وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د عالي مقام په منظوري د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د حقوقي سلاکار په توګه ټاکل شوی دی، نن له غرمې مخکې د یوې غونډې په ترڅ کې د مقام ریاست د رئيس دفتر ښاغلي شیخ حضرت ولي حقاني لخوا د دې وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او په کار یې پیل وکړ. په یاده غونډه کې د بشري زیرمو رئیس ښاغلي کريم شاه تیلوي د ده د ټاکل کېدو په اړه د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د عالي مقام حکم ولوست. ورپسې د مقام د د فتر رئیس ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې وویل: چې په دولتي ادارو کې ټول بدلونونه د اصلاحاتو په موخه ترسره کېږي، هغه له کارکونکو څخه وغوښتل چې د نوي ټاکل شوي سلاکار سره دې د کارونو د پرمختګ او چټکتیا په برخه کې پوره همکاري وکړي.