د قومي چارو سلاکار معرفي شو.

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۴ - ۱۹:۵۰
mobta

۱۴۴۴/۴/۲۰ هـ ق سه شنبه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د پيشنهاد پر بنسټ د رئيس الوزراء د حکم له مخې ښاغلی امين الله پاميري د قومي چارو د سلاکار په حيث وټاکل شو او نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت مسئولينو او همکارانو ته ورمعرفي شو. په دې مراسمو کې د وزارت د دفتر رئيس شيخ حضرت ولي حقاني وويل: دا چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د خپل کاري استقامت او پلان سره سم له قومونو سره په فرهنګي، اجتماعي، قومي او د شخړو د حل په برخو کې کار کوي او ورسره قوي اړيکې لري، پر همدې اساس د چارو د لا ښه همغږي کيدلو او تنسيق لپاره د وزارت په تشکيلاتو کې د قومي چارو مشاوريت رامنځته کيدل يو اغيزمن ګام دی، نوموړي د ښاغلي امين الله پاميري ګمارنه پر ځای اقدام وباله او په چارو کې يې ورته د موفقيت ارزو وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu