د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت لوړ رتبه پلاوي په بدخشان ولایت کې ستر ولسي غونډه جوړه کړه.

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۱ - ۱۵:۳
Mobta

۸/۱۴۴۴ ربیع الثاني چهارشنبه

یاده جرګه چې د سرحدونو ق.ق چارو د جرګو معين الحاج ملا عبدالخالق عابد،  د جرګو رئيس الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي او ورسره مل پلاوي لخوا جوړه شوې وه، د همدې ولایت له ولسواليو څخه سلګونه قومي مشران او علماء ورته رابلل شوي وو، د بدخشان ولايت والي الحاج مولوي امان الدین منصور، د سرحدونو ق.ق او قبایلو چارو د ریاست رئیس قاري ذبیح الله مجاهد او د ټولو ادارو رئیسانو حضور درلود.

Mobta

لومړی د همدې ولایت د سرحدونو ق.ق چارو ریاست رئیس خبرې وکړې: موږ او تاسې د یوه اسلامي نظام تر سیوري لاندې په داسې حال کې ژوند کوو، چې نه د پخوا په څېر زورواکي شته، نه د قومونو تر مابین تفرقه شته او نه هم کرکه، ورپسې د همدې ولایت والي مولوي امان الدین منصور وویل: کله چې مسلمانان متحد وي بیا د هر چا په وړاندې مبارزه کولای شي، ا.ا.ا د ولس د هوساينې او سوکالۍ لپاره پوره هڅې کوي او دا راز ښاغلي منصور د بدخشان ولس ته د امنیت او نورو ستونزو په اړه ډاډ ورکړ.

ورپسې یوه دیني عالم مولوي فضل الدین د قومونو په استازیتوب خبرې وکړې هغه وویل: د قومپرستۍ اساس ختم کړئ، افغانان باید له تېرو ترخو تجربو نه درس واخلي، د غونډې یوه بل ګډونوال د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو له وزیر الحاج ملا نورالله څخه مننه وکړه چې بدخشان ولایت یې سفر کړی وو او د دوی حال یې اخیستی وو، هغه وویل ا.ا.ا دې هڅه وکړي چې د ورېښمو تاريخي لاره بيا پرانیزي دا به د بدخشان تر څنګ د ټول افغانستان لپاره د اقتصاد یوه مهمه سرچینه وي.

Mobta

د غونډې په جریان کې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو د جرګو رئیس الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي وویل: د بدخشان ټول مېشت قومونه سره يو موټی او متحد دي، ډلته د تبعيض او تعصب څرچ نه لګيږ او همدا زموږ دډين غوښتنه ده ، ښاغلي غزنوي زیاته کړه افغانان تاریخ جوړونکي دي، دا ځل به افغانان د هېواد په جوړونه کې تاریخ جوړ کړي، او نړۍ ته به ځان وښیي چې افغانان د جنګ خلک نه دي بلکې په هره برخه کې غښتلي او پیاوړي خلګ دي، هغه وویل سرحدونه ساتل د افغانستان د موجوده حکومت له مهمو کارونو څخه دی، افغانان دې د خپل هېواد د سرحدونو په ساتلو کې له ا.ا.ا سره مرسته وکړي، همدا راز د سرحدونو ق.ق چارو وزارت د کوچیانو داسکانو رئیس مولوي محمد نادر سنګین وویل: خارجي کړۍ د افغانستان ولس او ځوانان په تبلیغاتو تېر باسي افغانان دې د دښمن دې وروستۍ حربې ته متوجه وي، ا.ا.ا د دې ولس لپاره قربانۍ ورکړې دي چې نتیجه یې همدا ازادي ده، موږ ته پکار ده چې د دې ازادي شکر اداء کړو.

د غونډې په اخیر کې د بدخشان ولایت د پامیر یوه قومي مشر پامير ته د سرحدونو ق.ق د سرپرست وزير سفر يو تاريخي او مهم سفر وباله او د وزارت له مشرتابه څخه يې مننه وکړه چې د دوی ستونزې یې اورېدلې دي او ځانګړې توجه یې ورته کړې ده، هغه وویل د پامیر خلګ ګڼې ستونزې لري خو ا.ا.ا دې زموږ اولیه ستونزې راحل کړي، د پامیر خلګ کلینیک  مکاتب او سړک ته اړتیا لري.

د يادونې وړ ده چې د بدخشان او پامير خلکو ستونزو او غوښتنو ته په کتو کابينې  پرېکړه وکړه او د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير ښاغلي نوري تر مشري لاندي يو پلاوي ته يې دنده وسپارله چې د ورېښمو د تاريخي او اقتصادي لارې د بيارغولو چاري تعقیب کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

پکتيا کې يوکلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱ رجب المرجب ۱۴۴۷  

د دغه ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ نېږدې د يو کال په موده کې رامنځته شوې دښمني، چې ګڼ خپلمنځي اختلافات يې پېښ کړي وو، د پکتيا ولايت د سرحدونو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu