په فراه ولایت کې کوچیانو ته د (۳۰۲۰) جریبه ځمکې د ویش لړۍ

mobta-af
شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۶ - ۱۱:۳۹
mobta

د (۳۰۲۰) جریبه ځمکې ښارګوټی چې پخوا په فراه ولایت کې د کوچیانو لپاره ځانګړی شوی وو، پرون د همدې ولایت مقام د مسئولینو او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د رئیس مولوي تاج الدین منصور او د ولایت مقام په ګډون د پټۍ په پرې کولو سره رسماً پرانیستل شو. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي تاج الدین منصور کوچیانو ته د یادو نمرو د وېشلو پر مهال وویل: د دې ښارګوټي له جوړیدو څخه وروسته به د دې ځای اوسیدونکو ته روغتیايي او ښوونیزې چوپړتیاوې هم برابرې شي، تر څو کوچیان وکولای شي، د لبنیاتو په وړاندې کولو او تولیدولو سره خپل اقتصادي ژوند او څارویو ته وده ورکړي.

mobta

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د دفتر د بنسټ ډبره د سیمه ییزو چارواکو په ګډون کې کېښودله شوه. په یادو مراسمو کې د ولایت مقام د مسئولینو تر څنګ د ګڼو نورو ادارو مسئولینو، او د کوچیانو ۸۰ شوراګانو د مسؤلينو ګډون کړى وو. باید وویل شي چې په تیر حکومت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د ریاست ځمکې د یو شمېر زورواکو له خوا نیول شوې وې، خو پرون د یاد ریاست د ځمکو ساحه د ګڼو چارواکو په ګډون کې رسماً په نښه شوه او د رغولو چارې یې پیل شوې.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۴۴
Background image

د ولسواليو په کچه د ولسي غونډو دوام

 

دوشنبه ۱۲ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان له مخې د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د غونډو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۱۴
Background image

خوست کې د ۱۸ کلنې شخړې سربېره پروان کې ۴ کلنه او لغمان کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۱۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست د استازو لخوا د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب د دغه ولايت په تڼيو ولسوالي کې د دوو کورنيو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۱۵
Background image

په پلازمېنې کابل کې د ولسواليو په کچه له ولسي خلکو سره غونډې

 

شنبه ۱۰ جمادی الأولی ۱۴۴۷

دغه غونډې، چې د اسلامي ورورولۍ او د خلکو د ستونزو اورېدو تر سرليک لاندې پيل شوې دي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ياد وزارت د جرګو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu