د کوچیانو قشر لپاره د پیژند پاڼو د ویش د طرزالعمل د شریکولو په موخه غونډه تر سره شول!

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۶ - ۱۰:۲۲
Mobta

۱۴۴۴/۱/۲۷

د لوګر ولايت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو ریاست په دې ولایت کې د کوچیانو قشر ته د پیژند پاڼو د طرزالعمل د شریکولو په موخه غونډه تر سره کړه. په پیل کې د لوګر ولایت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلي مولوي محمد عالم رهبر د سیمي کوچي مخورو ته د پیژند پاڼو په ارزښت خبري وکړي او زیاته یې کړه چي تذکره د ټولو افغانانو ملي هويت او اساسي حق دی چي ټول هيوادوال بايد په مساويانه توګه ورڅخه مستفيد شي. نوموړي کوچي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د پېژند پاڼو په ویش کې به ټول اصول او مقرارت په نظر کې نیول کیږي چې ترڅو د کوچي هویت په بشپړه ډول تثبت وي. د یادولو وړده چې ددې ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست ته هره ورځ په لسګونه کوچيان د پېژند پاڼو د تائيد ترلاسه کولو په موخه مراجعه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

BACK TO NEWS

User account menu