د تخار په ولايت کې د قومونو د همغږۍ جرګه ترسره شوه

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۱ - ۱۴:۶
Mobta

د افغانستان يوه لويشت خاوره د سر په قيمت هم ارزانه ده (نوري)

۱۴۴۴/۱/۲۴ دوشنبه

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري او ورسره مل پلاوي تخار ولايت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولايت د قومونو تر منځ د همغږۍ په نوم ستره ولسي غونډه تر سره کړه. په دې غونډه کې چې د مرکز په شمول د تخار له ټولو ولسواليو څخه راغلو سلګونه قومي مخورو او علماء کرامو پکې ګډون کړی و د يووالي، اتحاد او اسلامي نظام څخه د ملاتړ اړوند ويناوې تر سره شوې. د ځايي اوسيدونکو په نمايندګي مخدوم حيات الله او مولوي سبحان الله فرقاني غونډې ته په وينا کې د اسلامي امارت نظام د افغانانو نظام وباله، سوله او اسلامي شرعي نظام يې د تېر ۴۴ کاله مبارزې او جهاد ثمره ياده کړه او زياته يې کړه چي پر افغانانو ددې ستر نعمت د شکر اداينه واجب ده. د تخار ولسونو له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د تخار سرحدي ولسواليو ته ځانګړې پاملرنه وشي او د آمو سيند د تخريباتو د مخنيوي لپاره دي جدي هلي ځلې وکړي. غونډې ته د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس مولوي محمد اسماعيل غزنوي وويل: امريکايانو او بهرنيو استخباراتو شل کاله زموږ د واحد ملت د بيلولو او ويشلو هڅې وکړې خو د اسلامي امارت بريا د دښمن ټول شوم پلانونه شنډ کړل او موږ يو ځل بيا د يوه متحد ملت په توګه د امن ژوند پيل کړ. په پاي کې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير ملا نورالله نوري غونډې ته وينا وکړه. ښاغلي نوري وويل: د سرحدونو څار او ساتنه زموږ لومړيتوب، دنده او وجيبه ده، په شل کاله جهاد کې زموږ يو ستر هدف د خپلې خاورې څخه دفاع او خپلواکۍ ګټل وو، چي دې هدف ته رسيدلي يو، د هيواد لويشت خاوره د سر په بيه بيا هم وړيا ده. د نظام ساتنه او د ولسونو تر منځ اتحاد او همغږي رامنځته کول د ښې راتلونکې ضامن دی. ښاغلي نوري د افغانستان داخلي جنګونو ته په اشارې سره وويل: موږ وليدل چي زموږ ملت د وحدت ملي، اتحاد اسلامي او په داسي نورو نومونو د وحدت پر ځای پخپلو کې ويشلي وو خو دا چي د اسلامي امارت يو صف، يو دريځ يو امير او يوه تګلاره وه چي افغانستان ته يې يو ځل بيا له حتمي تجزيې او د قدرت له جزيرو څخه نجات ورکړ. غونډه د اسلامي نظام د بقا او ولسونو د اتحاد او يووالي په دعا پاي ته ورسيده

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu