د فراه ولايت د بېلابېلو ولسواليو او سیمو له درنو مشرانو سره کتنه

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۷ - ۹:۰
Mobta

شنبه١٤٤٣قمري کال د ذيحجه ١٧مه

دفراه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئيس مولوي تاج الدين منصور  په داسې حال  کې چې د کوچیانو چارو دسمون مدير  او د جرګو دهمغږۍ مدير  هم حضور درلود د ياد ولايت د پنځو ولسواليو  له مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

د عظیم الشان قرآن د څو مبارکو ایتونو له تلاوت وروسته ښاغلي منصور په خپلو خبرو کې د مشرانو له راتګ څخه مننه وکړه او د وزارت په لارښونه يې د قومونو د مشرانو په توګه د خلکو د نومونو ثبتولو د چارو تر سره کولو کې په ګړندیتوب ټینګار وکړ وې ویل: چې تر نوم لیکنو وروسته به تاسي مشران د دولت او خلګو ترمنځ د ارتباطي پل حیثیت ولري.

نوموړي همدارنگه له قومي مشرانو وغوښتل چې په ولسوالیو کې دې د قومي ستونزو د حل په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست سره رغنده اړیکې وپالې تر څو دواړه لوري وکړاى شي په گډو هڅو د قومونو ترمنځ تربګنۍ پای ته ورسوي او خپله ټولنه له امن او ثبات څخه برخمنه کړي  خلک وکړاى شي په آرامه فضا کې خپل سوله ییز ژوند ته دوام.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴
Background image

د سرحدي پلټنو مرستیال د وزارت کارکوونکو ته د اطاعت په هکله وینا وکړه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستيال مولوي عنايت الله شجاع نن ماسپښين مهال د وزارت کارکوونکو او مامورينو ته د خپلې وينا په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳
Background image

لغمان کې د دوه کلنې شخړې ترڅنګ کنړ کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس د قومي مشرانو په همغږۍ د دغه ولايت په مرکز کې د څو تنو هېواد والو ترمنځ د ځينو مالي حسابونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۸
Background image

باميان ولايت کې د سيمه ييزو خلکو او کوچيانو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د شخړې حل

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د باميان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد د شبر ولسوالي په سیمه کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu