د عبدالقادر کوچي د عالي ليليه ليسې د دوولسم ټولګۍ د فارغانو غونډه

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۷ - ۱۰:۵۸
mobta

پرون دوشنبه 1401/3/16 مه نېټه د عبدالقادرکوچي عالي ليليه ليسې د 1400 ـ 1401 ښوونیز کال د یوولسمې دورې د دولسم ټولګي د فارغانو غونډه په یاده لېسه کې نیول شوي وه ، چې په کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د داخلي تفتیش غړو ، د سره رود د نظارت آمر او ورسره مل پلاوي، ننګرهار پوهنتون استادانو او قومي مشرانو ګډون کړې وؤ. په یاده غونډه کې د دولسم ټولګی فارغو زده کوونکو له لوري د لېسې آمر ته د اعزاز لونګۍ ورپرسر کړه . د عبدالقادرکوچي عالي ليسه چي د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د تعليم او تربيې رياست اړوند ليسو څخه ده چي سلګونه ليليه زده کونکي لري او هر کال لسګونه زده کونکي له دوولسم ټولګۍ څخه فارغيږي .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu