د کندهار ولایت بيلابېلو ولسواليو له قومي مشرانو سره ليدنه

شنبه ١٤٠١لمريزکال د غبرگولې٧
د کندهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلوچارو رئیس ښاغلي حاجي سالم (ملا اغاجان) د دغه ولایت د سپین بولدک او نورو ولسواليو قومي مشرانو او سپین ږیرو سره د غونډو په تالار کې لیدنه او خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې قومي مشرانو او سپین ږیرو خپلې ستونزې او ننګونې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له رئیس ښاغلي حاجي صاحب سالم (ملا اغاجان) سره شریکې کړې، په دې برخه کې د ستونزو د حل غوښتونکي شول او دغه راز یې له اسلامي امارت سره د هر ډول همکاریو ژمنې وکړي.
ورپسي ښاغلي اغاجان راغلو مشرانو او سپین ږیرو ته ښه راغلاست ووايه او ډاډ يې ورکړ چې اسلامي امارت به يې سونزو ته د حل په موخه هر اړخيزه رسيدگي کوي.