ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ اتلس کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۴ - ۲۱:۱۹
mobts

د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالي کې د معلم فضل الرحمان او معلم سید محی‌الدین په نومونو د دوو کورنیو ترمنځ اتلس کلنه دښمني د کونړ ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس مولوي تحمیدالله غازي، دیني علماوو، د دره نور ولسوال، او قومي مشرانو په هلو ځلو پای ته ورسېده او دواړو کورنیو له یو بل سره روغه جوړه وکړه. د یادولو وړ ده چې د دغې دښمني په پایله کې دواړو خواو څخه درې کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه. دواړو کورنیو پر خپلو تېرو کړنو پښيماني ښودلې او د اسلامي امارت له مشرانو څخه مننه وکړه چې له کومې معاملې پرته یې د اسلامي شریعت له مخې د دوی ترمنځ روغه جوړه وکړه. دواړو کورنیو ژمنه کړې چې له دې وروسته به له یو بل سره د سولې په فضا کې ژوند وکړي. د غونډې په پای کې ګڼ شمېر مخورو مشرانو او دیني علماوو کونړ ته د ښاغلي غازي او ورسره راغلي پلاوي له راتګ څخه مننه وکړه چې په خپلو هلو ځلو یې یاده شخړه پای ته ورسوله. دغه‌راز، د غونډې ګډونوالو اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ هم اعلان کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

BACK TO NEWS

User account menu