د مدیریت ښوونیز ورکشاپ جوړېدل!

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۷ - ۲۰:۵۴
Mobta

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د روان کال د سلواغې په ۲۷ مه نېټه د وزارت داخلي ریاستونو او د وزارت اړوند درې ګونو لېسوکارکوونکو لپاره د ادارې او مدیریت تر عنوان لاندې ښوونیز ورکشاپ جوړ شو.

یاد ښوونیز ورکشاپ د دغه وزارت د بشري زېرمو ریاست د ظرفیت لوړونې امریت له خوا جوړ شوې وه.

په یاد ورکشاپ کې استاد همت خان زهیر د جوړ شوي ښوونیز پروګرام د محتوا په اړه بشپړ او هراړخیز معلومات ورکړل او له هغه وروسته یې د ورکشاپ ګډونوالو ته یو چمتو شوی پرېزنټېشن هم وړاندې کړ.

د یادولو وړ ده چې په دې ښوونیز پروګرام کې د دغه وزارت (۳۰) تنو کارکوونکو برخه اخیستې وه چې دغه پروګرام به راتلونکې ورځ هم دوام وکړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu