د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت لوړ رتبه هيئت په سپين بولدک سرحدي ولسوالي کي د غازي عبدالله خان له عالي ليسې څخه ليدنه وکړه
دوشنبه۱۴۴۳/۷/۵
نن تر غرمې مخکې د س.ق.ق چارو وزارت لوړ رتبه هيئت مشر مولوي محمد اسماعيل غزنوي د غازي عبدالله خان له عالي ليسې څخه په داسي حال کي ليدنه وکړه چي د وزارت د داخلي تفتیش رئيس حاجي ملا نياز محمد تقي، د ولسوالۍ د سرحدونو مدير او د ليسې مدير هم شتون درلود.
په پيل کي حاجي عبدالخالق (سيلاني) د اداري پرسونل، دزده کونکو شمير، د ليسې تاريخچه او د اجناسو په اړه هيئت ته معلومات ورکړل.
د غازي عبدالله خان عالي ليسه چي په ۱۳۳۷ هجري شمسي کال کي يې بنسټ ايښودل شوی او تر نن ورځې ټولنې ته بچيان روزي، دا مهال ۶۷۹ تنه ليليه او نهاريه زده کونکي لري.
د داخلي تفتيش رئيس حاجي ملا نيازمحمد اخند د ليسې ټول اجناس او اسناد تر نظر وايستل او د ليسې استادانو ته يې د مقدسې دندې استادي په اړه وينا وکړه.
د هيئت مشر ښاغلي غزنوي صاحب د ليسې د اړتيا وړ کمبود د پوره کولو وعده ورکړه او پيشنهادونه يې ځان سره واخيستل.