د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت لوړ رتبه هيئت په سپين بولدک سرحدي ولسوالي کي د غازي عبدالله خان له عالي ليسې څخه ليدنه وکړه

mobta-af
Tue, Feb 08 2022 2:25 PM
m

 دوشنبه۱۴۴۳/۷/۵

نن تر غرمې مخکې د س.ق.ق چارو وزارت لوړ رتبه هيئت مشر مولوي محمد اسماعيل غزنوي د غازي عبدالله خان له عالي ليسې څخه په داسي حال کي ليدنه وکړه چي د وزارت د داخلي تفتیش رئيس حاجي ملا نياز محمد تقي، د ولسوالۍ د سرحدونو مدير او د ليسې مدير هم شتون درلود.

په پيل کي حاجي عبدالخالق (سيلاني) د اداري پرسونل، دزده کونکو شمير، د ليسې تاريخچه او د اجناسو په اړه هيئت ته معلومات ورکړل.

د غازي عبدالله خان عالي ليسه چي په ۱۳۳۷ هجري شمسي کال کي يې بنسټ ايښودل شوی او تر نن ورځې ټولنې ته بچيان روزي، دا مهال ۶۷۹ تنه ليليه او نهاريه زده کونکي لري.

د داخلي تفتيش رئيس حاجي ملا نيازمحمد اخند د ليسې ټول اجناس او اسناد تر نظر وايستل او د ليسې استادانو ته يې د مقدسې دندې استادي  په اړه وينا وکړه.

د هيئت مشر ښاغلي غزنوي صاحب د ليسې د اړتيا وړ کمبود د پوره کولو وعده ورکړه او پيشنهادونه يې ځان سره واخيستل.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu