د جوزجان له والي سره کتنه
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي څېړنو معين محترم ګل زرين کوچي او د وزارت د مقام د دفتر رييس محترم شیخ حضرت ولي حقاني نن دوشنبه د روان لمريز کال د لېندۍ مياشتې په لومړۍ نېټه د جوزجان له والي سره وکتل.
په دې کتنه کې، چې د بلخ او جوزجان ولايتونو د سرحدونو اوقبايلو چارو رياست سرپرستان او د استخباراتو ريس هم حاضر و، دواړو لورو د قومونو د انسجام، له اسلامي نظام څخه د ولسونو د ملاتړ جلبولو، د قومونو د ستونزو د هوارولو او د سرحدي مشکلاتو په اړه خبرې وکړې. او د جوزجان والي ورته د پوره همکاريو ډاډ ورکړ