د زابل ولايت د شاه جوی ولسوالۍ له چارواکو او عامو مجاهدينو سره کتنه!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم ملا نورالله نوري نن يکشنبه د روان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د لړم په ۱۶مه نېټه د زابل ته د خپل سفر پر په ترڅ کې ددغه ولايت دشاه جوي ولسوالۍ مسؤلینو او عامو مجاهدینو ته په خطاب کې وويل: چې بايد خپل اسلامي نظام ته وفادار واوسو او له عامو خلکو سره ښه سلوک وکړو. نوموړي دغه راز د سيمه ايزو چارواکو او عامو مجاهدينو ستونزې واورېدې او هغوې ته يې ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې د حل په موخه له اړوندو ارګانونو سره شريکې کړي.