د کندز ولسونو له اسلامي نظام څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ!

په هغې ولسي غونډې کې، چې نن شنبه تر همدې عنوان لاندې د کندز ولایت د ښاروالی په تالار تالار کې جوړه شوه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم ملا نورالله نوري، د کندز مرستيال والي محترم مولوي شاکر سعد، ددغه ولايت امنيه قوماندان، د وزارت د مقام دفتر رييس ښاغلي شيخ حضرت ولي حقاني، د کندز او تخار ولايتونو د ټولو قومونو مشرانو، دولتي چارواکو، دیني عالمانو، ځوانانو، د قومي شوراګانو استازو، ژورنالستانو او د بېلابېلو ادارو منسوبینو ګډون کړی و.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت پيل شوه.
ورپسې د کندز د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس محترم احسان الله ثاقب لومړۍ له مرکز څخه راغلي پلاوي او ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې د موخو په اړه يې رڼا واچوله.
وروسته څو تنو قومي مشرانو او چارواکو د نورو په استازېتوب په خپلو خبرو کې د افغانستان د اسلامي امارت د بریاوو له امله مبارکي وویله او له اسلامي نظام څخه يې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ.
دغه راز یې خپلې يو لړ ستونزې او غوښتنې شريکې کړې او د ستونزو په حل کې د اسلامي امارت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
وروسته ډ هېواد تکړه ديني عالم محترم شيخ عبدالغفار د اسلام د مقدس دين په رڼا کې د اسلامي امارت ښېګڼې بيان کړې.
په دې غونډه کې د کندز ولايت مرستيال والي سرپرست والي محترم مولوي شاکر سعد په خپلو خبرو کې د جرګو او ولسي غونډو په جوړولو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت کړنې وستایلې او ددغه شان غونډو په دوام يې ټينګار وکړ.
ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم ملا نورالله نوري په خپلو خبرو کې د شمال ولايتونو په تېره بیا د کندز خلکو له مېلمه پالنې او ملي احساس څخه د مننې په ترڅ کې وویل: چې دا ستره بریا د افغان ولس د مشترک جهاد پايله ده. چې د الله ج په مرسته خپلو اهدافو ته ورسېدو اوس په کار ده ، چې په ګډه د هېواد اقتصادي حالت ښه او پیاوړی کړو.
محترم نوري دغه راز د جهاد په دوران کې د شمال ولايتونو د مشرانو له همکاریو مننه وکړه، وویل: چې افغانان پیاوړي خلک دي او دا څووم ځل دی چې اشغالګر په افغانستان کې له شرموونکي ماتې سره مخامخ کېږي.
ښاغلي نوري دغه راز د اسلام مقدس دين په رڼا کې د ښځو پر حقونو رڼا واچوله، زياته يې کړه: اسلامي امارت ژمن دې چې ښځو ته په اسلامي چوکاټ کې د کار او تحصيل حقوق ورکړي.