سلګونه بې ځایه شوې کورنۍ خپلومېنو ته ستنې شوې

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۰ - ۱۰:۳۲

د ننګرهارولایت د لعل پورې ولسوالۍ سلګونه کورنۍ چې شمېر یې ۲۵۰۰تنو ته رسېده او کابو شپږکاله وړاندې د ناامنیو له کبله د خپل کلي او مېنو  پرېښودلو ته اړې شوې وې، بېرته خپلو مینو ته ستنې شوې.

د ننګرهارولایت د سرحدونو اوقبایلوچارومسؤل ښاغلي قاري رحمت الله پروینا چې د قومي مشرانو، د لعل پورې ولسوالۍ د مرستیال اویوشمېر چارواکو په مرسته اوهمکارۍ یې دې ته زمینه برابره کړه چې دغه بې ځایه شوي هېواد وال خپلو مېنو ته ستانه شي ،خو نوموړي دا هم وویل د یوشمېرستنوشویو مېنې ورانې ویجاړې دي چې له امله به یې  له ستونزوسره لاس اوګریوان وي، هیله یې څرګنده کړه چې خیریه مرستندویه ټولنې ورسره د ستونزوپه حل کې مرسته وکړي.

ښاغلي قاري رحمت الله دغه راز ګوشتې ولسوالۍ ته هم له خپلو سیمو څخه د بې ځایه شویو خلکو د بېرته ستنېدو په اړه د پیل شویوهڅوخبر ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu