د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محب الله صمیم نن د يو رسمي سفر په ترڅ کې، په داسې حال کې چې د وزارت پلاوی ورسره هم ملګری دی، نن سهار بدخشان ولایت ته ورسېد!

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۱۱:۵۹
mobta

د بدخشان والي ښاغلي محمد ذکریا سودا، د ولایتي ادارې ځینو پوځي او ملکي چارواکو, قومي مشرانو، مخورو، ځوانانو او مدني فعالانو وزیر صاحب ته ښه راغلاست ووايه او تود هرکلی یې وکړ.

ټاکل شوې ده، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر او ورسره پلاوی به د دې رسمي سفر په ترڅ کې له ګڼ شمېر قومي مشرانو، مخورو ځوانانو او مدني فعالانو سره له نږدې وګوري، ستونزې يې واوري او د حل په موخه يې له اړوندو ادارو سره شريکې کړي او هم به د یوې سترې ولسي غونډ له لارې خلک د نظام ملاتړ ته راوبولي .

د يادونې وړ ده، چې ښاغلي محب الله صمیم له دې نه وړاندې د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته رسمي سفرونه ترسره کړي، چې نن هم بدخشان ولایت ته ورسېد.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۴۴
Background image

د ولسواليو په کچه د ولسي غونډو دوام

 

دوشنبه ۱۲ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان له مخې د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د غونډو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۱۴
Background image

خوست کې د ۱۸ کلنې شخړې سربېره پروان کې ۴ کلنه او لغمان کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۱۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست د استازو لخوا د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب د دغه ولايت په تڼيو ولسوالي کې د دوو کورنيو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۱۵
Background image

په پلازمېنې کابل کې د ولسواليو په کچه له ولسي خلکو سره غونډې

 

شنبه ۱۰ جمادی الأولی ۱۴۴۷

دغه غونډې، چې د اسلامي ورورولۍ او د خلکو د ستونزو اورېدو تر سرليک لاندې پيل شوې دي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ياد وزارت د جرګو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu