د غزني ولايت د سلطان محمود غزنوي پوهنتون له علمي سلاکار ، استادانو او مخورو سره لېدنه!
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ښاغلي محب الله صميم غزني ولايت ته د خپل رسمي سفر په دويمه ورځ نن د ولايت په مقام کې له يادو علمي او قومي شخصيتونو سره وکتل اوخبرې يې ورسره وکړې.
نوموړو د خپلو خبرو په ترڅ کې ښاغلي محب الله صميم ته ډاډ ورکړ، چې په هر ډول شرايطو کې به د خپل نظام او امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي او د دوى ترڅنک به ولاړ وي دغه راز يې په غزني ولايت کې د علمي فعاليتونو او فرهنګي اماکنو او اثارو په اړه هم معلومات هم وړاندې کړل.
ورپسې د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ښاغلي محب الله صميم خبرې وکړې او ياد ولايت ته يې د خپل سفر ډ موخو په اړه څرګندونې وکړې.
دغه راز يې په غزني ولايت کې د نظام او ملي امنيتي _ دفاعي ځواکونو په ملاتړ جوړېدونکي ولسي غونډ کې د بېلابېلو اغېزمنو شخصيتونو ګډون له ارزښته ډک وباله.
