د خوست په ګلان کمپ کې د وزيرستان د بې ځايه شويو کورنيو ستونزې واورېدل شوې.

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۷ - ۱۰:۳۹
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محب الله صميم او ورسره مل پلاوي نن خوست ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولايت کې د ګلان کمپ ته تشریف يووړ او په دې کمپ کې يې د وزيرستان له بې ځايه شويو سره له نږدې وکتل او د دوې ستونزې يې واورېدې.

په دې کتنه لومړی ددغه کمپ استازو د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صميم او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او مننه يې وکړه، چې د افغانستان د کابينې يو وزير د دوی حالت له نږدې ګوري نوموړو دغه راز په بېلابېلو برخو په تېره بیا د ښوونځي د نشتوالي په برخه کې خپلې يو لړ ستونزې له ښاغلي صميم سره د حل په موخه شريکې کړي.

ورپسې ښاغلي صميم خبرې وکړې وې ویل، موږ ټول سره وروڼه يو او ګډې اړیکې لرو تاسو کولای شئ دلته له خپلو وروڼو سره د ورورۍ په فضا کې خپل ژوند ته دوام ورکړئ.

ښاغلي صميم دوې ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شريکي کړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

پکتيا کې يوکلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱ رجب المرجب ۱۴۴۷  

د دغه ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ نېږدې د يو کال په موده کې رامنځته شوې دښمني، چې ګڼ خپلمنځي اختلافات يې پېښ کړي وو، د پکتيا ولايت د سرحدونو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu