د افغانستان اسلامي جمهوریت او دوست هېواد هندوستان ترمنځ د للندر شاتوت بند جوړولو هوکړه ليک لاسلیک شو.
د شاتوت بند، چې د کابل په للندر سيمه کې جوړيږي، لوړوالی به يې ۹۲ متر او پلنوالی به يې ۶۰ متره وي. دا بند به شاوخوا ۴۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه او د کابل دوه ميليونو تنو اوسېدونکو ته د څښاک اوبه چمتو کړي. ددغې مهمی پروژې رغنيزې چارې به ۶ کلونو کې بشپړې شي.
د يادونې وړ ده، چې دوست هېواد هندوستان مخکې هم په افغانستان کې سترې پروژې جوړي کړي دي.