د سولې او ملي یووالي په ټینګښت کې د ولایتي شوراګانو رول مهم او اساسي دي!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۰:۳۰
mobta

دغه څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د هېواد ولایتي شوراګانو له مشرانو او غړو سره په کتنه کې وکړې.

د یادې کتنې په پیل کې، چې د کابل، لوګر، غزني، میدان وردګ، لغمان، ننګرهار، دایکندي او یو شمېر نورو ولایتونو د ولایتي شوراګانو مشرانو او غړو شتون درلود، د یو شمېر شوراګانو استازو خبرې وکړې وې ویل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د هېواد د مېشتو ټولو قومونو ګډ کور دی او ټول قومونه باید پکې ځان وویني نوموړو د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلی محب الله صمیم په هېواد، ولسونو او ملي ارزښتونو میین شخص یاد کړ او د هېواد په ولایتونو کې د نظام، جمهوریت، اوربند او باعزته سولې د ملاتړ په پار د لویو ولسي غونډو د جوړېدو قدرداني وکړه او له خپل اړخه یې په دې برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د غونډې ګډونوالو د خپلو ولسونو سیمه ییزې ستونزې د حل په موخه له ښاغلي صمیم سره شریکې کړې، همدارنګه یې ډاډ ورکړ، چې د وزارت لخوا به په لویو ولسي غونډو کې پراخه برخه اخلي.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم خبرې وکړې وې ويل: د ولایتي شوراګانو مشران او استازي کولای شي، چې د سولې او ملي یووالي په ټینګښت کې مهم او اساسي رول ولوبوي او په دې برخو کې یې له دوی څخه د همکاریو او ملاتړ غوښتنه وکړه.

ښاغلي صمیم زیاته کړه، هغه واټن چې د بېلابېلو ناخوالو او نا امنیو له امله د حکومت او ولسونو ترمنځ رامنځته شوی، موږ به یې انشاالله ستاسو په همکارۍ بېرته را لنډ کړو، تر څو شته جمهوري نظام مو پیاوړی او ولسونو ته مو پر وخت غوره خدمات وړاندې شي. په پای کې ښاغلي صمیم دوی ته ډاډ ورکړ، چې د خپلو ولسونو بېلابېلې ستونزې به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکوي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu