په فرهنګي جشنواره کې ګډون!

mobta-af
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۸ - ۱۰:۲۴
mobta

د سرحدونو او قبایلوچارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي نن په هغې جشنواره کې برخه واخیسته چې د پکول ملي ورځې په مناسبت په کابل کې د مېشتو نورستانیانو د ټولنې له خوا د استانبول په هوټل کې جوړه شوې وه.

ښاغلي احمدزي په خپلو خبروکې ددغې ورځ له امله ټولو هېوادوالو په تېره بیا نورستاني او پشه يي قومونو ته مبارکي وویله زياته یې کړه : افغانستان د ټولو مېشتو درنو قومونو ګډ کور دی٫ چې د بیلابیلو کلتورونو لرونکو قومونو شتون د هېواد د فرهنګ او تاریخ ښکارندویي کوي. ټول هېوادوال د یو بل فرهنګ ته درناوې لري دغه شان جشنوارې زموږ تاریخ او کلتور٫ چې زموږ ویاړونه دي٫ ژوندي ساتي.

نوموړي همداراز د افغانانو د اتحاد او اتفاق او نورستان د پتمنو خلکو د فرهنګ او دودونو په اړه هم څرګندونې وکړې.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

BACK TO NEWS

User account menu