د پکتیا او لوګر ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره ناسته!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۹:۵۶
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلی محب الله صمیم نن مازدیګر د پکتیا او لوګر ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

په دې کتنه قومي مشرانو ښاغلي محب الله صمیم یو ولسي او مجرب کدر وباله هیله یې څرګنده کړه، چې وزارت به دده تر مشرۍ لاندې په بېلابېلو برخو کې اغېزمن ګامونه ترسره کړي.

نوموړو دغه راز د جمهوري نظام څخه د ملاتړ په ترڅ کې خپلې یو لړ سیمه یيزې ستونزې له ښاغلي صمیم سره د حل په موخه شریکې کړې.

ورپسې ښاغلي صمیم د دوې له راتګ څخه د مننې په ترڅ کې وویل: د پکتیا او لوګر ولایتونو باتورو ولسونو تل د نظام په ساتنه او دفاع کې هلې ځلې کړي دي، موږ به په ګډه هڅه وکړو، چې په هېواد کې د موجوده نظام د پایښت او تلپاتې اوربند د ټینګښت لپاره ولسونه سره منسجم کړو، ترڅو وکړای شو هېواد له روانو بدبختیو څخه وژغورو.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

پکتيا کې يوکلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱ رجب المرجب ۱۴۴۷  

د دغه ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ نېږدې د يو کال په موده کې رامنځته شوې دښمني، چې ګڼ خپلمنځي اختلافات يې پېښ کړي وو، د پکتيا ولايت د سرحدونو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu